د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: د افغانانو حقونه باید خوندي شي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ تېره شپه په يو ټویټ کې لیکلي: «د افغانانو بشري حقونه باید خوندي شي.»

هغه همداراز ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به د بشري حقونو څارنې، څېړنې او حساب ورکونې ته دوام ورکړي.

ښاغلي بینیټ په هیواد کې د وروستیو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره زیاته کړه چې دی له ټولو هغو افغانانو سره دی چې د تیرې اونۍ په وحشتناکو بریدونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ افغانستان په څو ولايتونو کې د خونړيو بريدونو شاهد و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ