ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د ولسمشر په توګه د اشرف غني نوم حذف کړ

لخوا Aamaj News

ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ دولتونو د مشرانو له نوملړ څخه د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني نوم د دغه هېواد د دولت د رئیس په توګه حذف کړی.

په دغه نوملړ کې چې د ملګرو ملتونو سازمان رسمي وېب پاڼه کې خپور شوی، د غني سربېره د نوموړي د مېرمنې نوم هم د افغانستان لومړۍ مېرمنې په توګه حذف کړی.

په ورته وخت کې؛ د افغانستان د دولت د رئیس ځای په دغه نوملړ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس لیکل شوی.

او همدارنګه د محمد حنیف اتمر نوم یې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له دغه نوم لړ څخه پاک شوی دی او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازۍ په توګه د نصیر احمد فایق نوم په دغه سازمان کې د هېوادونو د ډیپلوماټیکو اسازولیو د رئیسانو په نوم اړ کې پاتې دی.

دا ټول په داسې حال کې دي، چې څه مودع وړاندې محمد حنیف اتمر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له پتې ملګرو ملتونو سازمان ته لیکلي و، چې محمد ولي نعیمي په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه ورپېژندل شږی؛ خو فایق د دغه لیک له لېږلو وروسته وویل چې د اتمر دا کړنه د قانون خلاف ده او زیاته یې کړه چې د افغانستان هېڅ پخوانۍ چارواکي څخه امر نه اخلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ