د ملګرو ملتونو کارپوهان: طالبان د داعش او مقاومت ځواکونو له ګواښ سره مخ دي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دغه سازمان امنیت شورا ته په یو راپور کې ویلي؛ چې طالبان د داعش ډلې او مقاومت ځواکونو له ګواښ سره مخ دي.

دوی په دغه راپور کې زیاته کړې، چې د هوا له بدلون سره ښايي په افغانستان کې جګړه زور واخلي.

واشنګټن پوسټ نن (جمعه د غبرګولي ۱۳مه) د دغه کارپوهانو له قوله راپور ورکوي چې طالبان له القاعدې سره نږدې اړیکې لري. ځکه دوی غواړي پر افغانستان خپله واکمني ټینګه وساتي.

راپور وايي، د طالبانو پر وړاندې اصلي پوځي ګواښ د داعش او د افغان حکومت د پخوانیو امنیتي پرسونل له خوا د چریکي بریدونو څخه پيښيږي.

په راپور کې کارپوهانو زیاتوي؛ چې د هوا په ښه کېدو سره ښايي جګړه نور هم زور واخلي، ځکه د مقاومت ځواکونه او داعش ډله د طالب ځواکونو پر ضد عملیات کوي.

سربېره پر دې کارپوهان وايي، داسې نه ښکاري چې داعش او القاعده تر ۲۰۲۳ کال مخکې وتوانيږي نړیوالو بریدونو ته لاس پورې کړي.

د راپور له مخې، طالبانو نورې توکمیزې ډلې شړلي او اوس د دوی اصلي اندېښنه پر افغانستان د خپل کنټرول ټینګول دي.

واشنګټن پوسټ د دغه کارپوهانو له قوله لیکي: «د واک له اخیستو وروسته، ګڼ لاملونه د داخلي کړکېچ لامل شوی، څو داسي و انګېرل شي چې د طالبانو حکومت ګډوډ، ټوټه ټوټه او د پالیسۍ د بدلون او له ژمنو شاته کېدو ته اړ دی.»

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې طالب چارواکو تل له رسنیو سره په مرکو کې په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی او ورته د ګواښ په سترګه نه ګوري.

په ورته وخت کې د هوا له ګرمېدو سره د طالبانو ضد جبهو ځواکونو د طالبانو پر ضد خپل چریکي بریدونه زیات کړي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ