د ملکرو ملتونو سازمان امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کړي؛ خو ولې یوناما د کور په کور پلټنو په اړه چوپ ده؟

لخوا Aamaj News

ښایې نن د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته ترسره کړي، چې ښایې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازې، دیبورا لاینز او د دغه هېواد د مدني ټولنې یو غړی پکې وینا وکړي.

خو ظاهرأ ناسته په افغانستان کې یوناما د ماموریت د دوام او شته وضعیت څخه د راپور ترلاسه کولو لپاره په داسې حال کې ترسره کېږي؛ چې پر اوکراین د روسیې له بریدونو سره په ورته وخت کې د کابل شمال او پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو لخوا کور په کور پلټنو چټکوالي ته زور ورکړی. هغه پلټنې چې کورنيو او نړیوالو غبرګونونو خو د یوناما چوپتیا سره مخ شوې.

په څو وروستیو ورځو کې اروپایي ټولنې، د بشر حقونو څېړونکو، نړیوالې عفوې، بریتانیا او آلمان د کور په کور پلټنو په وړاندې اندېښنه ښودلې او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولي یا یوناما بیا هم چُپ ده. خو ځینې دا چُپتیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د منفعل رول بولي، ځکه دې بنسټ حتا د غبرګون پارونکي کړنې په وړاندې هم عکس‌العمل نه درلود.

یو شمېر وایي؛ چې دا ښایي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د خپل شتون ارزښت نه دی درک کړی یا هم غواړې دې هېواد کې همداسې خپل مفعلانه رول ته دوام ورکړي.

کور په کور پلټنې هغه وخت غبرګون پارونکې شوې چې دا کړنه غیراسلامي، ناقانونه او غیر کلتوري وبلل شوه او د افغانستان تاجېکانو دا کړنه د ځان لپاره سپکاوی بللی، هغه څه چې طالبان یې نه مني.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Urban Hit - Maroc November 5, 2023 - 12:41 pm

Very nice blog post. I definitely love this site. Stick with it!

ځواب

یو نظر پریږدئ