په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازيتوب سرپرست، نصیر احمد فایق، پر خپل ټویټر لیکلي چې د پاکستان لخوا د افغانستان د حریم د سرغړوني په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.
ښاغلي فایق ویلی، په کونړ او خوست ولایتونو کې پر کورونو د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان له هوايي حریم ښکاره سرغړونه ده.
هغه ټینګار کړی دی چی امنیت ښورا ته یی په رسمی توګه شکایت کړی او د دغو بریدونو د ژر تر ژره دریدو او د ملګروملتونو د منشور د اصولو سره سم د سمبالولو غوښتونکی دی.
د يادونې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د خوست او کونړ ولايتونو په سرحدي سيمو کې د پاکستان له لوري هوايي بريدونه شوي، چې له امله يې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.