امینه محمد: د طالبانو په رسمیت پېژندل د دې ډلې مسوولیت منلو سره مرسته کړي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، چې تر راتلونکو دوه اونیو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان لپاره د هېوادونو له استازو سره ګوري. امینه محمد د امریکا پرینستون پوهنتون کې یوې ناستې ته وویل، چې له طالبانو سره تعامل یوه اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو مرستیالې چې دوشنبې ورځ د امریکا پرینستون پوهنتون د نړیوالو او عامه اړیکو پوهنځي کې، له طالبانو سره د خپلو لیدنو له تجربو خبرې کولې، ویلي یې دي، چې د طالبانو په «رسمیت پېژنددل» د دې ډلې په رسمیت پېژندلو سره مرسته کړي.

آغلې محمد د هیلې څرګندولو سره زیاته کړې: «هیله لرم چې دې ناسته کې د اصولو او شرطونو پر بنسټ، د طالبانو په رسمیت پېژندلو لارې ته د بېرته ګرځېدو لومړني ګامونه معلوم شي.»

نوموړې زیاته کړې: «په ښکاره ډول طالبان د په رسمیت پېژندلو په لټه کې دي او دا پر دې ډله زموږ د نفوذ د اعمال ابزار دي.»

د ملګرو ملتونو دې لوړپوړې چارواکې په وینا، دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان لپاره د سیمې او نړۍ استازو سره لیدنه کړي.پرینستون کې د ملګرو ملتونو مرستیالې ټينګار کړی دی، چې له طالبانو سره تعامل نه ترسره کول به د دې لامل شي، چې دا ډله «لاډېرې بدې پرېکړې» وکړي.

نوموړې همداشان څرګنده کړې، چې طالبان د فشارونو او بندیزونو سربېره د ګاونډيو په مرسته «لا ډېر قوي» شوي دي. ځکه د نوموړې په وینا، دا هېوادونه میل نه لري چې افغانستان د طالبانو د کمزورۍ له امله یو ځل بیا د ګډوډۍ لمنې ته ولوېږي.

آغلې محمد همداشان زیاته کړې: «هیله ده طالبانو ته د کووید ویروس په توګه وګورئ. موږ نه پوهېږو چې طالبان څه کړي او څه غبرګون ښایي خو زه په دې پوهېږم چې درې یا څلور ښځې نیول شوې دي او ښایي هېڅکله یې ونه وینو. موږ نه غواړو چې افغان مېرمنې د داسې ډلې له خطر سره مخ کړو، چې د وړاندوینې وړ نه دي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله په داسې حال دې بحث باندې خبرې کړي، چې ملګرو ملتونو تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې که طالبان دې سازمان کې د ښځو کار ته اجازه ورنکړي، افغانستان به «پرېږدي».

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ