امینه: د افغانستان ښځو له خپګان او زړه‌تنکون څخه حیرانه شوې یم

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې افغانستان ته له خپل سفر وروسته، له «سي‌ان‌ان» سره مرکه کې ویلي، چې افغانستان کې د ښځو له خپګان او زړه‌تنکون څخه حیرانه شوې ده.

امینه محمد زیاته کړې ده: «دوی نه پوهېدې چې سبا څه وخوري او یو شمېر نورې ښځې کورنۍ ته ډوډۍ راوړونکې وې او د خپلو ماشومانو او پلرونو سرپرستي یې پر غاړه درلوده.»

نوموړې افغانستان کې له ښځو سره خپل لیدنو ته په اشارې سره ویلي چې «د دوی د خپګان لوړې کچې حیرانه کړې ده.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په وینا «ښځې له خپګان ډکې وې او راتلونکي ته یې خېڅ هیله نه درلوده.»

نوموړې څرګنده کړې ده؛ چې د ښځو وضعیت د ښه کولو لپاره د ملګرو ملتونو کړنې بسیا نه دي او بل پلو د ښځو لپاره د کار لارې چارې برابرې نه دي.

امینه محمد له طالب چارواکو سره له لیدنو وروسته په پراخ ډول رسنیزو ناستو کې افغانستان کې د ښځو د کار او زده‌کړو له ممنوعیت څخه نیوکه کړې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ