ملګرو ملتونو سازمان د خپلو تاسیساتو د امنیت ساتلو لپاره طالبانو ته د شپږ میلیون ډالرو وړانديز وکړ

لخوا Aamaj News

رویترز راپور ورکړی؛ چې ملګرو ملتونو سازمان د خپلو تاسیساتو د ساتنې لپاره د طالبانو کورنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د ۶ میلیون ډالرو د ورکولو وړاندیز کړی.

رویترز لیکلي؛ چې په دې اړه یې یو سند لوستی او یوې باخبره سرچینې هم دا خبره منلې ده.

د یاد سند پر بنسټ، وړاندیز شوې پیسې به هغه طالبانو ته چې د ملګرو ملتونو سازمان له تاسیساتو ساتنه کړي، راتلونکی کال د تنخوا” معاش” په ډول ورکړل شي.

رویترز زیاته کړې؛ چې دا تګ لاره په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ناامنیو د دوام، د امریکا وتلو او پخواني حکومت د سقوط او همداشان د مرستو د بندېدو له امله د طالبانو حکومت د بودیجې د کمېدو ښوودونکې ده.

دا پیسې په داسې وخت کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ته ورکول کېږي. چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني او د حقاني ډلې رهبري د ملګرو ملتونو سازمان او امریکا متحده ایالاتو په تور لېسټ کې دي. او د امریکا فدرال پولیسو د نوموړي د نیولو جایزه لس میلیون ډالره ښودلې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ