طالبان: په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د چوکۍ په اړه پرېکړه عادلانه نه ده؛ ملګرو ملتونو سازمان دې په دې اړه له سره غور وکړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو مرستیال ویاند، انعام الله سمنګاني وایي په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان چوکۍ داسې یو کس ته ورکول چې د افغانستان خلکو او دولت استازولي نه کوي، عادلانه کړنه نه ده.

نوموړي په یو ټويټ کې لیکلي؛ چې دا چوکۍ د افغانستان خلکو او دولت حق دی او حق باید حقدار ته وسپارل شي. نوموړی زیاتوي؛ چې د ملګرو ملتونو سازمان باید له معقولیت څخه کار واخلي او په دې اړه دې له سره غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع د افغانستان په اړه نوی پرېکړه لېک صادر کړی، چې پر بنسټ یې؛ د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل ځنډېږي.

همداشان یاد بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان لپاره د طالبانو وړاندیز شوی استازی هم نه دی منلی.

ویل کېږي چې طالبانو سهل شاهین په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي په توګه معرفي کړی و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ