د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیال دفتر یا (یوناما) د هغې اعلاميې په اړه چې ګواکي د یاد سازمان ښځينه کارکوونکې ځورول شوې، ویلي چې د یاد سازمان هېڅ کارکوونکې له ستونزې سره نه ده مخ شوې. نوموړي همداشان د یادو کارکوونکو د نیولو په تړاو راپورونه هم رد کړي.
کریمي په یو ټوېټ کې لیکلي چې کندهار کې د ښځو له یوې غونډې وضاحت غوښتل شوی، کله چې څرګنده شوې د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکې دي، مسوولین په شا شوي.
د طالبانو مرستیال ویاند ويلي چې د یوناما لخوا وړاندې شوي مالومات حقیقت نه لري.
یوناما وایي چې طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو سازمان ښځينه کارکوونکو ځورونه «په یوه بڼه نه، په یوه بڼه د څرګندېدو په حال کې ده.»
یاد دفتر نن (دوشنبه د وږې ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي درې ښځې چې د ملګرو ملتونو لپاره کار کړي، د طالبانو وسلوالو امنیتي مسوولینو لخوا د لنډې مودې لپاره د څېړنو په موخه نیول شوې دي.
یوناما د یادو کارکوونکو د پلټنو د انګېزې او د نیولو کېدو د ځای په اړه څه نه دي ويلي، خو ویل کېږي چې دوی په کندهار کې د طالبانو امر بل المعروف او نهیې عن المنکر مامورینو لخوا د «بې حجابۍ» په تور نیول شوې دي.