بنټ: په پنجشېر او نورو شمالي ولایتونو کې د بشرحقونو د نقض راپورونه جدي نیول کېږي

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي؛ چې په پنجشېر او نورو شمالي ولایتونو کې د بشرحقونو د نقض راپورونه جدي نیول کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په یو ټویټ کې لیکلي: «موږ به په لومړیو فرصتونو کې د یوناما په مرسته څارنې، د مالوماتو ترلاسه کولو، بیا کتنې او د یادو سرغړونو په وړاندې اقدامونو ته دوام ورکړو.»

له دې وړاندې بنټ کابل کې خپله خبري ناسته کې ویلي وو؛ چې طالب چارواکو نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان هرې سیمې چې وغواړي لاسرسی موندلی شي.

خو بنټ په افغانستان کې د اوسېدو په لړ کې پنجشېر، اندراب او تخار ته؛ چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او مقاومت جبهې د نښتو شاهد وو، سفر ونه کړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ