د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ افغانستان ته د خپل سفر لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
بنټ په خپله رسنیزه ناسته کې وویل؛ چې افغانستان د بشري حقونو له حیاتي ستونزو سره مخ دی.
نوموړي نن ( پنج شنبه، د غبرګولي ۵مه) په یوه رسنیزه ناسته کې ویلي؛ چې افغانستان د بشري حقونو له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دی، چې پر خلکو جدي اغېز لري او طالب چارواکي د لویوالي او ناوړه ګټه اخیستنو او له ټول جمعیت څخه د ساتنې او دوی ته د لاسرسي په مسوولیت کې پاتې راغلی.
نوموړي څرګنده کړې؛ چې که څه هم د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې وسلوالې نښتې کمې شوې دي، خو نوموړی په خپل ۱۱ ورځني سفر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ د نښتو، ویرې، ځورونې، بریدونو او نیولو شاهد وو.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي همداشان په پنجشیر او نورو شمالي ولایتونو کې د خپل سرو نیولو، ناقانونه قتلونو، ځورونو او اجباري کډو په اړه اندېښنه ښودلې.
بنټ زیاته کړې؛ چې د مطلق کنټرول لپاره د طالبانو هڅه پر بشر حقونو زیات اغېز لري او داسې ټولنه رامنځته کوي چې په وېره کې اداره کېږي. نوموړي همداشان په عمومي عفوه له ټينګار سره د پخواني حکومت کارکوونکو او امنیتي ځواکونو د قتلونو او انتقام غوښتونکو کړنو په اړه اندېښنه ښودلې.
بنټ همداشان څرګنده کړې؛ چې بندیزونه په ځانګړي ډول له عمومي ژوند څخه د ښځو حذف اندېښنه پارونکي دي.
بنټ ناوړه اقتصادي وضعیت او انساني کړکېچ ته په اشارې سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان څخه بشردوستانه ملاتړ ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې؛ چې د نجونو د ښوونې روزنې ځنډ، د ښځو کارموندنې په وړاندې سخت خنډونه، د حرکت آزادۍ نشتون، په سخته بڼه د مقرراتو، بیا او جوړونه، اجباري حجاب او په کورونو پاتې کېدل او جنسیتي تفکیک او په ټولنه کې د ښځو د حذف کولو لپاره هڅه ده.
نوموړي څرګنده کړې؛ چې د طالبانو کړنې افغانستان کې د بشر حقونو له ژمنو سره په تضاد کې دي. نوموړي ویلي: «زه له طالبانو غواړم چې ژر تر ژره هغه سیاستونه او امرونه برعکس کړي چې پر ښځو منفي اغېز کړي او همداشان د زده کړو، کار او د ژوند نورو برخو کې د نجونو او ښځو کډ او برابر مشارکت ته لومړیتوب ورکړي.
ریچارډ بنټ په کابل، بلخ او کندز کې پر جوماتونو او ښوونیزو ځایونو د داعش د بریدونو د څېړنې غوښتونکی شو.
نوموړي ویلي؛ چې یاد بریدونه په ځانګړي ډول شیعه او صوفي غړي موخه ګرځوي، ماهیت یې په براخ ډول سیستماتیک کېږي او د یو سازماني سیاست عنصرونه منعکس کوي، پر دې بنسټ، د بشریت په وړاندې د جنایتونو نښې له ځان سره لري.
بنټ څرګنده کړې؛ چې د مدني ټولنې فضا او د رسنیو آزادي د یوې سولهییزې ټولنې لپاره چې د ټول حقوق په کې رعایت شوي وي، حیاتي ده او اوس دا له جدي ګواښ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې ریچارډ بنټ څه موده وړاندې افغانستان ته سفر وکړ او د یاد سفر موخه یې د بشر حقونو د وضعیت څارنه او د بشرحقونو په چوکاټ کې د افغانستان د ژمنو ترسره کولو باندې خبرې اترې بلل شوې وي.