افغانستان کې د بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بنټ وایي چې د غیرنظامیانو په وړاندې بریدونه باید بند شي او ترسره کوونکي یې عدالت ته وسپارل شي.
نوموړي ویلي؛ چې د درې هټیو له جومات څخه چې د روژې میاشت کې په مزار شریف کې د یو خونړي برید موخه ګرځېدلی و؛ لینه کړې ده.
د بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تېره شپه (یکشنبه د غبرګولي لومړۍ نېټه) د یو ټویټ په خپرولو سره د یاد برید د قربانیانو له کورنیو سره همدردي کړې او زیاته کړې یې ده؛ چې د غیرنظامیانو په وړاندې بریدونه باید بند شي او مسوولین یې باید عدالت ته وسپارل شي.
په هغه برید کې چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست؛ څه باندې ۱۲۰ شیعه لمونځ کوونکي ټیپیان او ووژل شول.
د یادونې وړ ده چې ریچارډ بنټ د یو لس ورځني سفر لپاره افغانستان ته راغلی او له یاد سفر څخه د نوموړي موخه؛ د بشرحقونو د وضعیت څارنه او د بشرحقونو نړیوالو سندونو سره سم د افغانستان ژمنو عملي کول بلل شوې.
بنټ په داسې حال کې دا خبرې کوي؛ چې تېره ورځ هم د کابل استقلال هوټل کې ځانوژونکی برید وشو.