د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو څانګه وایي؛ چې بشر دوستانه مرستې په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره یو حیاتي لاره ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو څانګې تېره ورځ په یو ټویټ کې لیکلي: «بشري مرستې د میلیونونو کسانو لپاره یوه حیاتي لار ده او اوس یې تر څنګ د درېدو وخت رارسېدلی.»
دغه بنسټ لیکلي؛ چې افغانستان کې ۲۴،۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او بشردوستانه مللتړ او مرستې ته اړتیا لري.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو مرسته کوونکو هېوادونو په هغه ناسته کې چې د تېرې اونۍ په پای کې ترسره شوه، یوازې د ۲،۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه یې وکړه.
مرسته کوونکو هېوادونو زیاته کړه؛ چې ښایي دا مرستې د ملګرو ملتونو څانګو ته ورکړل شي او د طالبانو لاس ته به ونه رسېږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره؛ له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوې دي.
مرسته کوونکو هېوادونو او مرسته رسوونکو سازمانونو د خپلو مرستو د کمښت لامل د طالبانو حکومتوالۍ ضعفې کړنې او د بشر حقونو نقض کول بللي.
9 تبصرې
This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.
Great post Thank you. I look forward to the continuation.
A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.
I m often to blogging and i really appreciate your content. The article has actually peaks my interest. Watch خبر bbc
This is really interesting You re a very skilled blogger. I ve joined your feed and look forward to seeking more of your magnificent post.
Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.
This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.
Nice post. I learn something totally new and challenging on websites
very informative articles or reviews at this time.