ارود دویچه ویله له ملګرو ملتونو سازمان څخه په نقل راپور ورکړی چې د داعش خراسان څانګه اوسمهال ۴۰زره جنکیالي لري چې دوه زره یې بهرني جنګیالي جوړوي.
په دغه راپور کې راغلي؛ چې د کابل اوسني حاکمان غواړي د افغانستان پر خلکو خپله ایډیولوژي تحمیل کړي؛ خو د خلکو د ستونزو د حل په موخه هېڅ نه ترسره کوي چې د دې وضعیت دوام به د ترورېزم د تقویت لامل شي.
دویچه ویله ویلي؛ چې د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ، د داعش ډېری جنکیالي د جمهوریت له سقوط سره بند خونو آزاد شوي او پر دې بنسټ؛ په افغانستان کې د ترورېزم خطر په پراخېدو دی.
د دغه راپور پر بنسټ؛ د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا لخوا پر القاعده او داعش د بندیزونو د نظارت په موخه یو ټیم ټاکل شوی.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو څخه وروسته د نړۍ هېوادونو، په دې هېواد کې د داعش ډلې له رشد څخه خبرداری ورکړی.
طالب چارواکو تل ټینګار کړی؛ چې داعش په افغانستان کې فعال شتون نه لري او د دوی ځواکونه به داعش ډلې ته د فعالیت اجازه ورنکړي.