د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان ملاتړ د اوراسیا امنیتي بنسټونو سره د ملګرو ملتونو سازمان د همکاریو اصلي لومړیتوب دی.
د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې ښکاره کېدونکی بشري ناورین حوزه يي ښودلی او زیاته کړې یې ده؛ چې د سیمهییزو شریکانو له لوري به په راتلونکو میاشتو او کالونو کې قوي ملاتړ حیاتي ووسي.
آنتونیو ګوترش په افغانستان کې وضعیت کړکېچن بللی او خبرداری یې ورکړی؛ چې ترهګري نه یوازې د سیمې بلکې د ټولې نړۍ لپاره یو تل پاتې ګواښ دی.
نوموړي زیاته کړې؛ چې سیمهییزې او سیمې تر منځ او همداشان د پولو تر منځ همکارۍ د قانون ترسره کول او عدالت لپاره په نړیوالو غبرګونونو کې بنسټیز عناصر دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي همداشان ویلي؛ چې یاد بنسټ د همکاریو تقویت ته ژمن دی او د موخو ته د رسېدو لپاره د خپلو سیمهییزو شریکانو پر ملاتړ حساب کړي.