د ملګرو ملتونو سازمان: د طالبانو په بند کې د لاریونوالو ښځو وضعیت ته سخت اندېښمن یو

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو برخې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښځو د لاریونونو په اړه د شپږ کسانو له اوږد مهاله ورکېدو څخه اندېښنه ښودلې.

دغه بنسټ وویل چې د دوی د خوندیتوب او روغتیایي وضعیت ته سخت په اندېښنه کې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو برخه زیاتوي؛ چې د یادو لاریونوالو د ورکې په اړه د طالبانو د څېړنې د اعلان سربېره، لا هم د دوی د ساتل کېدو د ځای په اړه کره مالومات شتون نه لري.

پروانه ابراهیم خیل او یوه خپلوانه یې او تمنا پریاني او درې خویندې یې د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۲۹مه له هغې وروسته کابل کې له خپلو کورونو ونیول شوې، چې په کابل کې یې د اجباري حجاب په وړاندې لاریون وکړ.

خو لا هم د نړیوالو غبرګونونو او په اُسلو ناسته کې یې د خوشي کېدو له غوښتنې سره، بیا هم د دغه ښځو برخلیک مالوم نه دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ