ګوترش: د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پخواني حکومت ۱۰۰ کسان امنیتي ځواکونه او د بهرنیو ځواکونو همکاران وژل شوي

لخوا Aamaj News

اسوشیټډ‌پرس د ملګرو ملتونو سازمان سر منشي، انټونیو ګوترش څخه په نقل قول راپور ورکړی چې د هغه پیاوړو تورونو پر بنسټ چې دوی ته رسېدلي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پخواني حکومت ۱۰۰ کسان امنیتي ځواکونه او د بهرنیو ځواکونو همکاران په ناقانونه او قضا پرته وژل شوي.

انټونیو ګوترش ویلي چې د عمومي عفوې په ګډون، له دې ډلې ډېری کسان د طالبانو او یا د دوی اړوند کسانو له لوري وژل شوي.

په یاد راپور کې همداشان راغلي چې د قربانیانو یو شمېر هغه کسان دي چې د افغانستان پخواني حکومت او یا نړیوالو قواوو سره یې دنده ترسره کړې وه.

د خپاره شوي راپور پر بنسټ، ګوترش زیاته کړې؛ چې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیال هیئت دفتر “یوناما” له قضا پرته د څه باندې ۵۰ کسانو د وژلو په تړاو پیاوړي تورونه ترلاسه کړي چې افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له لوري چې افغانستان کې فعالیت لري وژل شوي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي؛ چې د عمومي عفوې په تړاو د طالبانو د پوره ډاډ سربېره، یوناما د اجباري ورکېدو او نورو تاوتریخوالو په تړاو پیاوړي تورونه ترلاسه کړي چې د پخواني حکومت د غړو او د نړیوالو ځواکونو د همکارانو د ژوند حق، امینت او فزیکي خوندیتوب یې اغيزمن کړی.

نوموړي همداشان ویلي چې “د مدني ټولنو ۱۰ غړي په موقت ډول نیول شوي او بیا وهل شوي او ډبول شوي. دوه خبریالان یو د داعش له لوري وژل شوی او دوه نور د نامالومو کسانو له لوري ټپیان شوي.”

د ګوترش په وینا، یوناما ۴۴ کسانو د موقت نیولو مستند کړي چې ۴۲ پېښو کې طالبانو کسان وهلي او ډبولي او ګواښلي دي.

خو طالبانو تر دې دمه د یاد راپور په اړه څه غبرکون نه دی ښودلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ