په افغانستان کې د ښځو وضعیت په اړه نړیوال غبرګونونه؛ د ملګر ملتونو سازمان سرمنشي: طالبان باید د ښځو او نجونو حقونه په رسمیت وپېژني

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي آنتونیو ګوترش په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت څخه په اندېښنې ویلي، چې یوځل بیا ښځې او نجونې د زدکړو، دندې او برابر عدالت څخه محرومېږي.

نوموړي د یو ټویټ په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې په نړیواله ټولنه کې د غړیتوب لپاره د ریښتینې ژمنې ښودلو لپاره، باید د بشر اساسي حقونه چې په هره ښځه او نجلۍ پورې تړاو لري، په رسمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره، طالبانو د روغتیا وزارت په ګډون د څو بنسټو په استثنا، نورو دولتي اداراتو کارکوونکو ته یې اجازه نه ده ورکړې تر څو کار وکړي او همداشان؛ په ډېری ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو سازمان، بشر حقونو څېړونکو او نړیوالې عفوې سازمان په ګډون ځینو نړیوالو بنسټونو، پر ښځو د طالبانو له محدویتونو څخه اندېښنه څرګنده کړې.

خو طالبانو څو ځلې د نړیوالې ټولنې غوښتنو په رد کولو سره ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو کار او زدکړو پر حق باور لري او هڅه کړي تر څو پوهنتونونه او دولتي ادارې اسلامي کړي تر څو د کار او زدکړو لپاره شرایط برابر کړي.

په نویو پېښو کې؛ طالبانو نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې، چې نوي کال کې به پوهنیز بنسټونه د نجونو پر مخ پرانیزي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ