د ملګرو ملتونو سازمان د استازې خبرو ته د ملي مقاومت جبهې غبرګون: د افغانستان جګړه پای ته نه ده رسېدلې؛ بلکې نوې پړاو ته دننه شوې

لخوا Aamaj News

د مقاومت ملي جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علی میثم نظری د افغانستان جګړې د پای ته رسېدو په اړه؛ د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز خبرو ته غبرګون ښودلی.

نظري وایي؛ چې په افغانستان کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې نوې پړاو ته دننه شوې.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول په یو ټویټ کې لیکلي: “په افغانستان کې سوله راتلونکې نه ده، مګر دا چې یو نامتمرکز سیاسي سیستم؛ ټولنیز عدالت، ډیموکراسي، آزادي او د هېوادوالو حقوق تضمین نه کړي.”

نوموړی ټینګار کوي چې له نړیوال ترورېزم څخه د طالبانو ملاتړ د اوسنۍ جګړې لمبې تازه کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ