د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د یاد سازمان امنیت شورا په غونډه کې اعلان کړی چې افغانستان په “نري تار” ځړول شوی چې لامل یې، له قحطۍ سره د یاد هېواد د میلیونونو خلکو مخ کېدل، او د په نږدې راتلونکي کې د ټولنیزو او پوهنیزو سیستمونو له منځه تګ او د نقدو پیسو کمښت دی، چې اړمنو کسانو ته د مرسته رسوونکو سازمانونو لاسرسی کموي.
نوموړي زیاته کړې؛ باید سوداګریزو شریکانو او مالي موسسو ته ډاډ ورکړو چې کولی شي د بندیزونو له نقض کولو پرته؛ د مرسته رسوونې برخې کارکوونکو سره همکاري وکړي.
ګوتریش همداشان ټینګار وکړ؛ چې باید ژر تر ژره د پیسو ورکولو او نقدو پیسو زیاتولو سره، د افغانستان اقتصاد د لوېدو له ژۍ لرې کړو.
د نوموړي په وینا؛ دا کړنه د کنګل شویو ارزۍ ذخیرو د خلاصون او د افغانستان مرکزي بانک سره د بیاځلې تعامل یوه لاره ده.
دا په داسې حال کې ده؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د افغانستان نږدې ۹،۵ میلیارد ډالره پیسې د امریکا له لوري کنګل شوي دي.