د ملګرو ملتونو سازمان: د افغانستان ښځو او نجونو اساسي حقونه تر برید لاندې راغلي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ مرکز نن “پنجشنبه، د جدی ۲۳ مه” د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي؛ چې د افغانستان ښځو او نجونو اساسي حقوق تر برید لاندې راغلي. 

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تصریح کړې ده؛ چې له افغانستان سره د بشري مرستو موخه، د یاد هېواد له ښځو او نجونو سره د مرستو ډېرول دي. 

د یاد بنسټ په وینا؛ په افغانستان کې ښځې او نجونې تر بل هر وخت ډېر د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ ته اړتیا لري. 

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ مرکز زیاتوي؛ چې په افغانستان کې باید له ښځو د ساتنې خدمتونو، خوراکي مرستو، روغتیایي او ښوونیز او شغلي فرصتونو رامنځته کولو برخه کې ملاتړ وشي. 

دا څرګندونې په داسې حال کې ملګرو ملتونو سازمان لخوا وړاندې کېږي، چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له نهم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ پاتې وې، دولتي پوهنتونونه بند دي او دولتي ادارو کې یو شمېر ښځې له دندې ګوښه شوي. 

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ