د روغتیا نړیوال سازمان: په غزه کې ترټولو لوی روغتون له فعالیت څخه لويدلي دی

لخوا Aamaj News

د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې په ۳۸مه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په غزه کې تر ټولو لوی روغتون «الشفاء» له فعالیته لویدلي دی او نور طبي خدمات نه‌شي وړاندې کولای.

دغه سازمان نن (دوشنبه د لړم ۲۲مه) اعلان کړی چې په غزه کې د اسرائیلو رژیم د «الشفاء» روغتون ځانګړې څانګې، د جراحۍ ودانۍ او د ولادت څانګه په نښه کړې ده.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم وايي چې حماس روغتون ته د تیلو د استولو لپاره د اسرائیلو وړاندیز رد کړی دی.

د بله پلوه د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرټزوګ هم ویلي دي چې د حماس مرکز د «الشفاء» روغتون لاندې موقعیت لري هغه ادعا چې حماس يې ردوي. د اسرائیلو پوځ هم د حماس دا تور ردوي چې ګواکې د دوی پوځیانو پر دغه روغتون برید کړی دی.

د اسرائيلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، په غزه کې ۲۲روغتونونه او ۴۹روغتیايي مرکزونه د خدماتو وړاندې کولو څخه بهر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په اوومه په اسرائيلو باندې د حماس د بريد له پيله تر اوسه پورې په غزه کې د څه دپاسه ٤٥٠٠ تنو ماشومانو په ګډون له ١١٠٠٠ څخه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ