په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست استازی: هڅه او ژمنه مې له خلکو د استازولۍ لپاره ده، نه طالبانو ته د مشروعیت ورکولو یا د غني له فاسدې کابینې

لخوا Aamaj News

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق وایي: “زما هڅې او ژمنې له خپلو ګرانو هېوادوالو د ملي ګټو د باعزته او صلابته استازولۍ لپاره دي، نه طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره او نه هم د غني له فاسدې کابینې د استازولۍ لپاره.”

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې غني او د هغه فاسدې کابینې د جمهوریت په نوم له خلکو سره خیانت وکړ او د افغانستان له خلکو سره یې د نړیوالو له مرستو غلا وکړه او نن یې د هېواد نیم نفوس له لوږې او بېوزلۍ سره پرېښود.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ