د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران له ولسمشر سره د افغانستان د کړکېچ په اړه خبرې کړې

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغه سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره لیدنه کړې او د افغانستان او یمن پر کړکېچونو یې خبرې کړې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې ګوتریش او رئیسي د برجام تړون او سیمه‌يیزو اړیکو په اړه هم خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ایراني چارواکو غوښتي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د رعایت ډاډ ورکړي.

انتونیو ګوتریش وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د ټولو اندېښنو مرکز دی او دا موضوع به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د یادونې وړ ده چې د نړۍ مشرانو د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي. دا غونډه به نن (د سنبلې په ۲۸مه) پیل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ