د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستیالې څرګندونو ته له پراخو غبرګونونو وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند استفان دوجاریک وايي، دا سازمان د طالبان په رسمیت پېژندلو لپاره لابي نه کړي. نوموړي ټينګار کړی دی، چې له طالبانو سره تعامل د دې ډلې لپاره د لابي کولو په معنا نه دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند د خبري ناستې پر مهال هڅه وکړه د امینه محمد خبرې تصحیح کړي. دوجاریک وویل، چې ملګري ملتونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو صلاحیت نه لري. نوموي امینه محمد د«ښځو حقونو مدافع» بللې ده.
دوجاریک د دې په څرګندولو سره،چې ملګري ملتونه د طالبانو پېژندلو لپاره رایزني نه کړي، زیاته کړې، چې یوازې د سازمان غړي دولتونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه نیولی شي.
دوجاریک وویل؛ چې انتونیو ګوترش د طالبانو په وړاندې د «انعطاف او استراتیزیک صبر سره یو ځای د اصولي او عمل کوونکې تګلارې» طرفدار دی.
نوموړي ویلي چې ښایي د ملګرو ملتونو سرمنشي د غویي میاشتې ۱۱مه د قطر پلازمینه کې د تړلو دروازو ترشا د هېوادونو له استازو سره لیدنه ولري،چې د افغانستان په اړه د همغږې تګلارې او ګډ لید لوري باندې ورسره خبرې اترې وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي داسې حال طالبانو سره دې سازمان کې د ښځو کار د بندیز له امله خبرو اترو باندې بوخت دي، چې د لومړني احتمال پر بنسټ له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د وتلو په اړه د یوناما مرستیال څهار شنبه ورځ ویلي، چې ملګري ملتونه به د افغانستان خلک په دې شرایطو کې یوازې پرېنږدي.
1 تبصره
Right here is the perfect website for anybody who wishes to find out about this topic. You know a whole lot its almost hard to argue with you (not that I personally would want toÖHaHa). You certainly put a new spin on a subject that has been written about for decades. Excellent stuff, just excellent!