د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د بشرحقونو د ۶۰ فعالینو لیک: د تاجیک ټولنې په وړاندې جنایتونو ته دې د پای ټکی کېښودل شي

لخوا Aamaj News

د بشر حقونو ۶۰ فعالینو او له افغانستان او نړیوالې ټولنې څخه محصلینو په یو پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي آنتونیو ګوترش څخه د «تاجېک قوم ټولنې» په وړاندې د طالبانو له لوري د جنګي جنایتونو او بشر ضد جنایتونو ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د بېړنیو کړنو غوښتونکي شوي.

په لیک کې په پنجشېر، د بغلان خوست او اندراب ولسوالیو او د تخار ورسج ولسوالۍ کې د تاجېک ټولنې په وړاندې د طالبانو له تاوتریخوالي اړوند کړنو څخه اندېښنه ښودل شوې ده.

په لیک کې ویل شوي؛ چې د سندونو او مدارکو پر بنسټ، چې طالبانو په دې سیمو کې د ملکي وګړو په صحرایي اعدام، یرغمل نیولو، خپل سرو نیولو، د کورونو په سوځولو، اجباري ګډه کولو او ځورونو لاس پورې کړی دی.

په لیک کې راغلي؛ چې داسې مستند راپورونه هم شتون لري چې طالبانو کابل کې هم د تاجېکانو په ځانګړي ډول د پنجشېر خلکو د کورونو په لټولو، خپل سر نیولو او ځورونو لاس پورې کړی.

طالبانو تل د ملکي وګړو نیولو، ځورونې او وژنو تورونه رد کړي.

په لیک کې له ګوترش څخه غوښتل شوي؛ چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، چې په پنجشېر، اندراب او تخار کې د بشریت په وړاندې جنایتونه په سختو ټکو وغندي او طالبان ځواب ورکولو ته اړ کړي.

په لیک کې د شاهدانو په وینا راغلي: «خلک له خپلو کورونو تېښته کوي او د خپلو خپلوانو د خښوولو اجازه نه لري.»

د یاد پرانیستي لیک لیکوالانو د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي؛ چې پنجشېر، اندراب او تخار کې د بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي لارې چارې برابرې شي.

دوی همداشان له ملګرو ملتونو غوښتي چې «بېړنۍ څېړنې» پیل کړي او د «افغانستان په پنجشېر، تخار او بغلان کې د تاجېکانو هدفي وژنو» په اړه د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ