پر اوکراین د روسیې برید؛ ولسمشر زلنسکي “د امریکا لخوا یې د وېستلو وړانديز” رد کړ

لخوا Aamaj News

واشنګټن پُسټ له امریکایي او اوکرایني چارواکو څخه په نقل راپور ورکړی؛ چې د امریکا متحده ایالاتو دولت د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي ته ویلي؛ چې له کي‌یف ښار څخه د نوموړي وېستلو کې مرسته کولو ته چمتو دي، تر څو د روسي ځواکونو لخوا ونه نیول شي یا ونه وژل شي. خو تراوسه ولسمشر زلنسکي له وتلو ډډه کړې.

د امریکا لخوا د وتلو د مرستې راپور په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې روسي ځواکونو د جمعې په ورځ خپلو بریدونو ته زور ورکړی و، خو زلنسکي پخوانی کميډین په جدي رول کې ظاهر شوی او ژمنه یې کړې چې خپل ځای کې پاتې کېږي.

د اوکراین ولسمشر په وروستۍ وینا کې اوکرانیانو ته ویلي: “د هغه مالوماتو پر بنسټ چې موږ یې لرو؛ دوښمن زه خپله لومړۍ موخه او کورنۍ مې یې دویمه موخه ګرځولې. دوی غواړي د دولت رئیس په لمنځه وړلو سره اوکراین له سیاسي اړخه نابود کړي.”

په داسې حال کې چې اوکراین کې جګړه درېیمې ورځې ته غځېږي او د راپورونو پر بنسټ د یاد هېواد پلازمېنې په شااوخوا کې سخته جګړه روانه ده، خو د ۴۴ کلن زلنسکي درېدلو څخه نړیواله ستاینه شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ