د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له احتمال څخه په اندېښنې سره وایي چې دواړه لوري باید په سولهییز ډول د خبرو له لارې رامنځته شوی وضعیت حل کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ چې دواړه لوري باید له هغه کړنو لاس په سر شي چې د جګړې د زور اخیستو لامل کېږي.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې؛ چې د یادې پېښې په تړاو افغانستان بېطرفه سیاست لري.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ چې ښکېل لوري باید په اوکراین کې افغان ښاریانو او زدکړیالانو ته پاملرنه وکړي.