پر کي‌یف جګړه؛ د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې عامه افکار څه دي؟

لخوا وحید نبی‌زاده

په وروستیو ورځو کې پر اوکراین د روسیې یرغل نه یوازې د روسیې بلکې د نړۍ د عامه افکارو پام ځانته اړولی دی.

دغه برید د سیاستوالو له غبرګونونو سربېره د عامو خلکو په منځ کې پراخ مخالفتونه راپارولي او په روسیه او نورو هېوادونو کې د جګړې پر ضد پراخو لاریونونو لامل شوی.

پنجشنبه شپه د مسکو مرکز پوشکین کې زرګونه کسانو د “جګړې ته نه” شعارونه ورکړل. د روسیې دننه په وروستیو غبرګونونو کې چې پر اوکراین د ولادیمیر پوتین د برید د پرېکړې په تړاو د لویو لاریونونو لامل شوي و، د یاد هېواد د پولیسو لخوا نږدې دوه زره کسان ونیول شول.

دغه د جګړې ضد لاریونونه چې مسکو، سنپترزبورګ او د روسیې نورو لویو ښارونو کې شوي و، لارینوالو پر اوکراین د ولادیمیر پوتین د برید پرېکړه پکې وغندله.

دغه لاریونونه دا څرګندوي؛ چې ډېری روسان پر اوکراین د ولسمشر پوتین د برید له پرېکړې څخه؛ چې له خلکو سره له مشورې پرته ترسره شوې، ناخوښ دي.

د دې سربېره؛ له روسیې پرته نورو هېوادونو کې هم د جګړې ضد لاریونونه ترسره شول، چې له دې ډلې کولی شول د نیویارک، دوبلین، فرانکفورټ، توکیو، لندن، پاریس، آتن او بیروت ښارونه یاد کړو چې لاریونوالو پکې له جګړې سره خپل مخالفت څرګند کړ.

د نړیوالې ټولنې اکثریت د روسیې له کړنې سره مخالفت وښود او حتا ترکیې چې وروستیو کالونو کې یې له روسیې سره پراخې اړیکې درلودې، له دې جګړې یې ناخوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده؛ چې په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیاتو وروسته، د فېسبوک، ټویټر او نورو خواله رسنیو پر فعالیتونو محدویتونه لګېدلي او پر کورنیو رسنیو هم فشارونه ډېر شوي او دولت ګواښلي، چې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو “د ناسمو مالوماتو” راپورونه به بندېږي.

که څه هم وروستیو کالونو کې د روسیې د خلکو ترمنځ د ولسمشر پوتین محبوبیت نږدې ۶۰ سلنه و، خو اوس به ولیدل شي چې له دې پرېکړې وروسته د روسیې د خلکو تر منځ د نوموړي محبوبیت به په کومه چکه بدلون وکړي.

په پایله کې دا چې؛ د ۲۰۲۶م کال تر ټاکنو به دا محبوبیت وساتل شي یا نه، هغه څه چې وخت به ورته ځواب ووایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ