د اوکراین شخړه؛ د بریتانیا صدراعظم کی‌یف ته ځي

لخوا Aamaj News

د بریتانیا دولت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد هېواد صدراعظم بوریس جانسون د اوکراین پلازمینې کي‌یف ته ځي تر څو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره وویني.

په وروستیو ورځو کې د اوکراین په پوله کې له روسیې سره شخړې را پورته شوي او روسیي له یاد هېواد سره پوله کې خپل ۱۰۰،۰۰۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې ښایي د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون نن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره له یاد هېواد څخه د بریتانیا د سټراټېژیک ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړي.

ښایي بریتانیا د اوکراین د انرژۍ سرچینو د پیاوړتیا لپاره ۸۸ میلیون پونډه مرسته وکړي، ترڅو دا هېواد د روسیي انرژۍ په سرچینو پورې له تړل کېدو خوشي شي او بریتانیا د اوکراین ځواکونو د زدکړو لپاره یاد هېواد ته د ښوونکو يوه ډله هم استولې.

د بریتانیا صدراعظم ټینګار کړی چې د روسیې هر ډول برید به انساني مرګ ژوبله له ځان سره ولري او له روسیې یې غوښتي تر څو له ناټو سره د خبرو اترو له لارې تعامل وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ