د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د دې په ویلو سره چې اوکراین په اور کې سوځي، وویل: «د دې وخت رارسېدلی چې د اوکراین خلکو په وړاندې رامنځته شوی وحشت ودروو او د سولې لاره خپله کړو.»
ګوترش زیاتوي: « د هر ساعت په تېرېدو سره ښکاري چې وضعیت کړکېچن کېږي او دا جګړه هېڅ ګټونکی نه لري.»
نوموړي څرګنده کړې؛ چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو پر بنسټ، لږ تر لږه ۲۴ روغتیایي مرکزونو د برید موخه ګرځېدلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همداشان د اظطراري مرستو له صندوق څخه د اوکراین له خلکو سره د ۴۰ میلیون ډالره نورې مرستې څخه هم خبر ورکړی.
نوموړي ټینګار کړی؛ چې لږ تر لږه دوه نیم میلیون کسان بې ځایه شوي او دا شمېره ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. نوموړي زیاته کړې: «زه د اوکراین له ګاونډیو هېوادونو او نورو هېوادونو مننه کړم؛ چې څه باندې ۲.۸ میلیون اوکراینیانو ته یې پناه ورکړې.»
نوموړي په دوام کې وویل؛ چې دا غوښتنه باید د سولې لپاره واورېدل شي او د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لپاره هېڅکله ناوخته نه ده.
د ګوترش خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې پر اوکراین د روسیې برید شل ورځې وړاندې پیل شو.
د اوکراین په ښارونو کې جګړه دوام لري او اوکرایني چارواکي وایي، چې روسیه پر ښارونه بمونه اوروي او موشکي بریدونه کړي.
سیمهییزو رسنیو نن سهار راپور ورکړی چې د اوکراین پلازمینې په لوېدیځه څنډه کې دوه لویې چاودنې شوې دي.
9 تبصرې
Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website’s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.
Greetings! Very helpful advice in this particular article! It is the little changes which will make the most important changes. Thanks a lot for sharing!
I am truly thankful to the owner of this web site who has shared this fantastic piece of writing at at this place.
I truly appreciate your technique of writing a blog. I added it to my bookmark site list and will Watch bbc فارسی
I like the efforts you have put in this regards for all the great content.
So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..
You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.
naturally like your web site however you need to take a look at the spelling on several of your posts.
A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.