په اوکراین کې جګړه؛ د مهاجرینو شمیر دوه نیم ملیون ته ورسید

لخوا Aamaj News

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل سره، په دغه هېواد کې د کډوالو شمېر مخ په ډېرېدو دی. دا شمېر اوس دوه نیم میلیونه ته رسېدلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندې دا مني چې د اوکراین له جګړې راهیسې په تېرو ۱۵ ورځو کې له دوه نیم میلیونو ډېر بې ځایه شوي کسان ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

خو له دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي و چې ښايي په اوکراین کې د جګړې له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۵ میلیونو ته لوړ شي.

د ښاغلي ګراندي له قوله ویلي، د دغو بې ځایه شویو کسانو څخه شاوخوا ۱۱۶۰۰۰ کسان د دریم هیواد اتباع دي.

ګرانډي په عین حال کې وویل چې د مهاجرت څپې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې د پناه غوښتونکو ترټولو ګړندۍ وده وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ