د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: پر اوکراین د روسیې یرغل به د مسکو لپاره دارنه لګښتونه ولري

لخوا Aamaj News

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لیز تراس د یو ټویټ په خپرولو سره وایي چې بریتانیا له ناټو سره په همغږۍ پر اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د دریدو په موخه د ځواکونو ډېرولو، وسلو او هوایی ملاتړ باندې بوخته ده.

د بریتانیا د بهرینو چارو وزیر وایي چې پر اوکراین د روسیي برید به د روسیي لپاره لوړ لګښتونه او بندیزونه له ځان سره ولري.

همداشان د ناټو سر منشي ینس اسټولټنبرګ له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې، له هغه ځایه چې اوکراین د ناټو غړی نه دی، نو هغه هېواد ته رزمي ځواکونه هم نه لېږل کېږي.

د نوموړي په وینا، د اوکراین په مسأله کې باید” د متوازنو چارو” په لټه کې ووسو.

د ناټو سرمنشي زیاته کړې؛ چې نوموړي د غربي هېوادونو رهبرانو او د اوکراین ولسمشر سره اړیکې نیولې دي چې پایله کې ټولو وضعیت خطرناک بللی. د نوموړي په وینا، ملتونه باید د سیاسي حل لارو په لټه کې وي.

د اوکراین مسأله په دې ورځو کې د روسیه او غربي هېوادونو تر منځ په جدي شخړه بدله شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ