د ملګرو ملتونو سرمنشي: څه کم سل زره اوکراینیان بې‌ ځایه شوي

لخوا Aamaj News

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن (شنبه، د کب ۷مه) د خلکو له وضعیت څخه په اندېښنه سره ویلي؛ تر اوسه څه کم سل زره اوکراینیان بې ځایه شوي دي.

ښاغلي ګوتریش یادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ډلې د اوکراین خلکو ته خدمات وړاندې کوي او د دوی خوندیتوب او د حرکت ازادي باید تضمین شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې په اوکراین کې بشري اړتیاوې د ساعت په تیریدو سره مخ په زیاتیدو دي.

د يادونې وړ ده، چې دا د روسيې او اوکراين د پوځي ځواکونو ترمنځ د جګړې درېيمه ورځ ده.

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ نښتې تر ډېره حده د کی‌یف ښار مرکز ته څېرمه هم رسېدلې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ