د اوکراین ولسمشر: زه د دوښمن لومړۍ موخه یم؛ قسم کړم چې پلازمینه کې پاتې کېږم

لخوا Aamaj News

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي وایي چې “دوښمن زه د برید لومړۍ موخه ګرځولی یم او کورنۍ مې دویمه موخه. دوی غواړي د اوکراین سیاست د دولت د رئیس له نابودۍ سره نابود کړي.”

نوموړي په یو ویډیویي پیغام کې قسم وکړ چې هېواد کې یې پاتې کېږي او زیاتوي: “زه پلازمینه کې پاتې کېږم. او کورنۍ مې هم اوکراین کې پاتې کېږي.”

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له “سي‌بي‌اس” شبکې سره خبرو کې ویلي چې د زلنسکي امنیت ته اندېښمن دی.

بلینکن زیاته کړه: “البته موږ په اوکراین کې د خپلو ټولو ملګرو امنیت ته اندېښمن یو؛ دولتي چارواکي او نور.”

اوکرایني او امریکایي چارواکي باور چې روسیه د دولت د سقوط لپاره د کي‌یف او پلازمینې د نیولو لپاره روان دي.

خو ولسمشر پوتین ویلي؛ چې د روسیې پوځي عملیات په اوکراین کې د روسي ښاریانو د امنیت ساتلو لپاره دي، چې د نوموړي په وینا د “نسل وژنې” موخه ګرځېدلي.

د فرانسې خبري آژانس د اوکراین له ولسمشر څخه په نقل راپور ورکړی؛ چې د روسیې د برید په لومړۍ ورځ ۱۳۷ کسان وژل شوي.

له دې وړاندې د اوکراین عامې روغتیا وزارت د مرګ ژوبلې شمېره ۵۷ وژل شوي او ۱۶۹ ټپیان اعلان کړي.

پر اوکراین برید پراخ نړیوال مخالفتونه له ځان سره درلودل.

امریکا او اروپایي ټولنې پر روسیه سخت بندیزونه وضع کړي او د اوکراین دننه هم د روسیې په وړاندې د مقابلې لپاره عمومي همغږي اعلان شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ