د اوکراین شخړه؛ د اوکراین ولسمشر بایډن ته بلنه ورکړې چې د شخړو کمولو لپاره دې هېواد ته سفر وکړي

لخوا Aamaj News

د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د اعلامیې پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن ته بلنه ورکړې چې ژر دې هېواد ته سفر وکړي.

همداشان رویترز خپري آژانس راپور ورکړی چې زلنسکي خپل امریکایي سیال ته ویلي: “زه به دې باور یم چې نږدې راتلونکو ورځو کې د وضعیت د تثبیت لپاره کي‌یف ته ستاسې راتلل به د شخړو کمول کې قدرت‌مندۍ لامل وګرځي.”

د اوکراین ولسمشر ویلي؛ چې هېواد یې هغه ګواښونه چې ورته مخ دي، درکوي او له هرې پېښې سره مخ کېدو ته چمتو دي.

خو سپینې ماڼۍ اوکراین ته د تګ لپاره د یاد هېواد د ولسمشر له لوري د جو بایډن د بلنې په اړه څه نه دي ویلي.

سي‌ان‌ان شبکې هم له یو اوکرایني چارواکي څخه چې نه یې غوښتي نوم یې وښودل شي، راپور ورکړی چې یادې بلنې د جو بایډن له لوري هېڅ مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له اوکراین سره په پوله کې د روسیي ځواکونو ډېرښت له امله شخړو له اونیو را په دېخوا زور اخیستی او واشنګټن وايي چې هره شېبه ښایي روسیه برید وکړي؛ خو مسکو پر اوکراین د برید لپاره هر ډول پروګرام دروغ ګڼي.

خو مسکو ټینګار کړی؛ چې پر اوکراین د برید پروګرام نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ