جانسون، پوتین ته: نور د اوکراین په خاوره د روسیي هر ډول یرغل به د دوی لپاره د محاسبي له لوري خواشینوونکې غلطي وي

لخوا Aamaj News

رویترز راپور ورکړی چې د بریتانیا صدراعظم جانسون بوریس تېره ورځ د روسیه ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی، چې نور د اوکراین په خاوره د روسیي هر ډول یرغل به د دوی لپاره د محاسبي له لوري خواشینوونکې غلطي وي.

د رویترز د راپور له مخې؛ د بریتانیا د صدراعظم د دفتر یو کس ویاند ویلي چې صدراعظم په دې اړیکه کې د اوکراین په پوله کې د روسیې له کړنو څخه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي زیاته کړې؛ چې صدراعظم د هغې لارې په پیدا کولو ټینګار وکړ، چې خپله د اوکراین ارضي تمامیت او د حقونو دفاع ته لومړيتوب ورکړي.

په دغه اعلامیه کې چې له یادې ټلیفوني اړیکې وروسته خپره شوې راغلي، چې رهبران سره موافق و؛ چې د اوضاع کړکېچن کول د هېچا په ګټه نه دي.

بوریس جانسون به دې اړیکه کې د ډيپلوماسۍ او خبرو اتر پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اوکراین باید خبرو ګډونوال شي.

همداشان دغه اعلامیې زیاته کړې؛ چې ولسمشر پوتین او صدراعظم جانسون د اقلیمي بدلونونو په چارو ، افغانستان او ایران کې له وروستیو دوه اړخیزو اړیکو هرکلی کړی او د سوله ییزې حل لارې په موندلو یې هوکړه کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ