د اوکراین شخړه؛ د بریتانیا صدراعظم: په اروپا کې تر ټولو لویه جګړه پېښېدونکې ده

لخوا Aamaj News

د بریتانیا صدراعظم، بوریس جانسون خبرداری ورکړی؛ چې مالومات ښایي چې د روسیې او اوکراین تر منځ وضعیت ښایي چې په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې له رادیخوا په اروپا کې تر ټولو لویې جګړې لامل شي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه پروګرام چې موږ وینو د پراختیا له اړخه د ۱۹۴۵م کال راپدېخوا د اروپا نړیوالې جګړې ته ورته یو څه ترسره شي.”

جانسون وویل: “ډېر احتمال شتون لري چې روسي ځواکونه پر اوکراین برید پیل کړي.”

په ورته وخت کې د بریتانیا صدراعظم ټینګار کړی، چې ورته کړنې به نه یوازې د اوکراینیانو لپاره ځاني او مالي لګښتونه له ځان سره ولري، بلکې د روسیې خلک به هم زیامن کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې روسیې څو ځلې ټینګار کړی، چې پر اوکراین د برید هوډ نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ