د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره: لودیځ نه باید د روسیې په ادعاوو تېروځي

لخوا Aamaj News

د اوکراین له پولې څخه د روسیي سرتېرو د لرې کېدو د ادعا په تړاو نړیوال غبرګونونه همداشان دوام لري.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره خبرداری ورکوي؛ چې لودیځ نه باید د روسیي پر هغه ادعا تېروځي چې ګواکي د اوکراین له پولې یې سرتېري لرې کړي.

په ورته وخت کې د بریتانیا د وسلوال ځوا سلاکار وزیر ویلي؛ چې د ستېرو لرې کولو په تړاو د روسیې خپاره شوي انځورونه دروغ دي.

د اوکراین ولسمشر او همداشان د ناټو سرمنشي ینس اسټولټنبرګ وايي؛ چې د اوکراین له پولې د روسیي سرتېرو د لرې کېدو هېڅ نښه نه ښکاري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې وروستیو کې مسکو پر اوکراین د هر ډول برید په رد کولو سره وویل؛ چې د اوکراین په پوله کې له ځای پر ځای شویو سرتېرو، یو شمېر د راګرځېدو په حال کې دي.

خو یو امریکایي چارواکي د مسکو دا ادعا دروغ ګنلې او زیاته کړې یې ده؛ چې روسیې د اوکراین مرزي پولې ته ۷۰۰۰ نور سرتېري هم لېږلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ