بي بي سي راپور ورکوي چې د امریکا یوه جګپوړي چارواکي د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د اوکراین له پولې خپل ځواکونه باسي.
دغه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې اوه زره نوي سرتیري له اوکراین سره پولې ته رسیدلي دي.
د بایډن ادارې د چارواکو په وینا،مسکو کولی شي په هر وخت کې په اوکراین برید وکړي، د غلطې پلمې په کارولو سره.
په ورته وخت کې مسکو ویلي چې د پوځي تمرینونو په پای کې به د اوکراین له پولې خپل ځواکونه وباسي.
خو لوېدیځ چارواکي وايي، دوی داسې شواهد نه ویني چې وښيي د روسیې دا ادعا رښتیا وي.
د جرمني صدراعظم او د امریکا ولسمشر په یوه تلیفوني تماس کې موافقه وکړه چې “روسیه باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ریښتیني ګامونه پورته کړي.”
تر دې مخکې د روسیې د دفاع وزارت داسې انځورونه خپاره کړي وو چې ادعا یې کوله روسي پوځیان د اوکراین له پولې راوتلي دي. خو د سپینې ماڼۍ یو چارواکی وايي، په تېرو څو ورځو کې، حتی پرون چهارشنبه هم زرګونه نوي پوځیان پولې ته داخل شوي دي.
دغه امریکايي چارواکي خبریالانو ته ویلي چې د روسیې دا ادعا ناسمه ده.
خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی، بي بي سي ته وویل چې د ځواکونو د وتلو کومه نښه یې نه ده لیدلې، یوازې شیان یې اورېدلي دي.