د اوکراین کړکېچ؛ د اوکراین پوځ: د روسیې پینځه الوتکې مو رانسکورې کړې

لخوا Aamaj News

د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې د روسیې له لوري د ځانګړو پوځي عملیاتو له اعلان وروسته، اوس د اوکراین دفاع وزارت اعلان کړی، چې د روسیې پینځه الوتکې او یوه څرخۍ الوتکه یې رانسکورې کړې دي.

دغه وزارت زیاته کړې؛ چې پوځي واحدونو په خپلو مواضع کې مخالفو ځواکونو ته زیانونه اړولي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی د دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې فوق‌العاده پوځي وضعیت اعلان کړی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د اوکراین بېلتون غوښتونکو سیمو کې د ځانګړو پوځي عملیاتو امر ورکړ.

پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې اوکراین ته خبرداری ورکړی؛ چې د وینې تویېدنو مسوولیت به پر دې هېواد وي. د دغه خبرو وروسته، د دغه هېواد پلازمینې کي‌یف په ګډون ډېری ښارونه د موشکونو موخه ګرځېدلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ