د بریتانیا دفاع وزارت وايي، چې د اوکراین په ختیځ بخموت کې د دې هېواد دفاعي ځواکونه د روسیي بریدونو تر «سخت فشار» لاندې دي.
دې وزارت نن (شنبه، د مارچ) څلورمه په یو لړ ټوېټونو کې زیاته کړې ده، چې اوسمهال د ښار دننه او شااوخوا کې «سختې» نښتې دوام لري او روسیې د «واګنر» ډلې جنګیالیو په لېږلو سره د دې ښار شمالي برخې ته مخکې تګ ډېر شوی دی.
بخموت د روسیې به محاصره کې د اوکراین مهمه سیمه ده، او روسي ځواکونو له درې لورو ورباندې برید کړی دی، چې تر اوسه یې په پایله کې دوه کلیدي پُلونه او له دې ډلې یو حیاتي پُل چې بخموت له چاسیویار ښار سره وصل کوي او د تدارکاتو اصلي مسیر دی، نړېدلي دي.
بل پلو رویترز راپور ورکړی دی، چې د واګنر خصوصي پوځ اعلان کړی، چې بخموت ښار شااوخوا ټول کلابند شوی دی او د اوکرایني ځواکونو لپاره یوازې یوه لاره پرانیستې ده. راپورنه وايي، چې دا ښار د روسيې څه باندې اوه میاشتو بریدونو کې، په ویجاړه بدل شوی دی.
د روسیې د پرمختګونو سربېره، اوکرایني سرتېرې اوس د زیان لیدونکو واټونو پر بیا رغولو فعالیت کړي او لومړۍ کرښې ته لا ډېر پوځيان لېږل شوي دي، په دې مانا چې اوکراین لا تراوسه د دې ښار تسلیم کولو ته چمتو نه دی.
په ورته وخت، د اوکراین ځمکني پوځ قومندان الکساندر سیرسکي، تېره ورځ جمعه له بخموت لیدنه وکړه، ترڅو د لومړۍ کرښې د دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره له سیمهییزو قومندانو سره خبرې اترې وکړي.
تېره اونۍ د اوکراین ځمکني پوځ قومندان الکساندر سیرسکي هم ویلي وو: «د بخموت شااوخوا شرایط فوقالعاده له تاوتریخوالي ډک دي.»
بل پلو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم اعلان کړی وو، چې د بخموت شااوخوا شرایط هره ورځ «ترینګلي او پیچلي» کېږي.
د ویلو وړ ده، چې پر اوکراین د روسیې له برید وړاندې دې صنعتي ښار ۷۰ زره تنه جمعیت درلودلو او د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د کانون باندې له بدلېدو وروسته، جمعیت یې ۵ زره تنو ته رسېدلی دی.