له اناتولي څخه په نقل، مسکو پر اوکراین له برید وروسته د (NOTAM) هوایي ماموریتونو هوابازانو ته اعلان کړی، چې له اوکراین او بلاروس سره یې په لویدیځه پوله کې خپل هوایي حریم د غیر پوځي الوتنو په وړاندې تړلی.
په دې اعلامیه کې راغلې؛ چې د بلاروس او اوکراین سره د روسیې په پوله کې له هوایي حریم څخه ګټه اخیستنه د وسلو څخه د ګټې اخیستنې او ګواښونو له امله په لنډ مهاله ډول له ځنډ سره مخ شوی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د دونباس په ګډون د اوکراین په ځینو ښارونو یې بریدونه پیل کړي.