ناټو: په اوکراین کې جګړه د روسیې د پلانونو خلاف روانه ده

لخوا Aamaj News

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي دي چې په اوکراین کې جګړه د روسیې د پلانونو خلاف روانه ده.

ښاغلي سټولټنبرګ پرون خبریالانو ته وویل: «په اوکراین کې د روسیې جګړه لکه څرنګه چي دوی پلان درلود نه روانه ده. دوی ونه توانیدل چې کی‌یف ونیسي او له خارکیف څخه د پر شا کېدو په حال کې دي او په دونباس کې د دوی بریدونه بند شوي دي.»

د ناټو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف له دې مخکې ویلي وو چې د روسیې د پوځ په هوايي تاکتیکي عملیات کی د اوکراین  ۳۲ د بشري ځواک او پوځي تجهیزاتو سیمي په نښه کړي دي.

کوناشینکوف زیاته کړې وه: «په دریمه سیمه کې دوه اس ۳۰۰ توغندي ویشتونکي او د رادار یوه پوسته هم ویجاړه شوې ده.»

د اوکراين پر خاوره د روسيې له پوځي يرغل درې مياشتې تېرې شوې، چې په ترڅ کې يې د دواړو خواوو ترمنځ سختې جګړې شوي دي.

له دغو بریدونو وروسته لویدیځ پر مسکو سخت بندیزونه ولګول او تل یې د بندیزونو د زیاتولو خبرداری ورکړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ