په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازي جیمز کاریوکي د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي؛ چې افغانستان کې وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی. نوموړي زیاته کړې؛ چې دا هېواد د خواکي توکو له سخت کړکېچ سره مخ دی او څه باندې نیم خلک اړنیو اظطراري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی؛ چې په افغانستان کې د یو انساني ناورین خطرونه هم همداشان واقعي دي او له اقتصادي سقوط څخه د مخنوي لپارع بېړنیو کړنو ته اړتیا ده.
جیمز کارکي زیاته کړې؛ چې نړیواله ټولنه باید نقدو کړکېڅ ته د خلاقانه حل لارې موندلو او له لومړنیو بشردوستانه مرستو ورهاخوا مرستو وړاندې کولو لپاره د مېکانېزمونو او اصولو جوړولو لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې طالبان دې هم په خپل وار سره د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته رسیدګي وکړي.