د ملګرو ملتونو جېنوا دفتر کې د بریتانیا استازي سایمن منلي په افغانستان کې د شته وضعیت په وړاندې غبرګون ښودلی او له طالبانو سې غوښتي چې د عمومي فرمان ته درناوی وکړي.
منلي ټینګار کړی؛ چې دوی اندېښمن دي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په هکله، ځکه د نوموړي په وینا د کار، آزادانه حرکت او زدکړو ته د لاسرسي پر توانایی سخت بندیزونه لګېدلي.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي زیاته کړې: “موږ پوهنتونونو ته د یو شمېر نجونو د بېرته ستنېدو او د طالبانو له هغې ژمنې هرکلی کړو؛ چې ګواکي ټولې نجونې کولی شي ښونځیو ته را وګرځي. خو نړۍ به یې ننداره کړي. موږ طالبان د دوی د کړنو پر بنسټ قضاوت کړو، نه د خبرو پر بنسټ.”
سایمن منلي زیاته کړې؛ چې له ګډون پرته او د طالبانو محدودو کړنو سره ثبات له خطر سره مخ کېږي. نوموړی په دې باور دی، چې د طالبانو حکومت په عمده ډول پښتانه دي، د مدني ټولنې او ښځو غږ ځپل کېږي او د اقلیتونو د ډلو ځینې غړي له نیولو، ځورولو او جبري بېځایه کېدو سره لاس او ګریوان دي.
د ملګرو ملتونو په جېنوا دفتر کې د بریتانیا استازي څرګنده کړې: “د پخوانیو دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د ناقانونه وژنو، ورکېدو او نیونې ادعاګانې شتون لري. موږ له طالبانو غواړو چې د عمومي بښنې په اړه چې د اګېسټ میاشت کې یې اعلان کړې وه درناوی وکړي او د وژنو، نیولو او ورکېدو د اعداګانو په اړه رڼې څېړنې ترسره کړي.”
د طالبانو حکومت د جوړښت په اړه په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا د استازي څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې تقریباً ټوله کابینه، والیان او امنیه قومندانان پښتانه دي. خو طالبان وایي چې حکومت یې قومي نه، بلکې ټولګډونه دی.