د بریتانیا دفاع وزیر: “په ډېر احتمال” پوتین به پر اوکراین د برید امر ورکړي

لخوا Aamaj News

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس وايي؛ پر اوکراین د روسیې د برید له مخنیوي څخه د ټولو خبرو اترو سربېره، په ډېر احتمال سره به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید امر ورکړي.

بن والاس د اوکراین وضعیت د (سودت) آلماني مېشت سیمې پرتله کولو سره وویل: “د مونیخ بوی په هوا کې دی.” نوموړي د مونیخ هغه هوکړې ته چې په ۱۹۳۸ کال کې له دویمې نړیوالې جګړې څخه د مخنیوي په موخه د فرانسې، ایټالیا او نازي آلمان تر منځ شوې وه، اشاره وکړه. په حقیقت کې دا هوکړه د دویمې نړیوالې جګړې د مخنیوي لامل نه شوه.

په دې وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د برید ادعا د غربي هېوادونو د رهبرانو تر منځ په یوه جدي اندېښنه بدله شوې؛ خو د کرملین ویاند دېمېتري پسکوف وايي چې روسیه هېڅوک نه ګواښي.

په وروستیو کې، څه باندې لس بېلابېلو هېوادونو له خپلو ښاریانو غوښتي چې ژر تر ژره اوکراین پرېږدي.
بریتانیا، امریکا او آلمان له هغو هېوادونو دي چې له خپلو ښاریانو یې غوښتي، تر څو ژر تر ژره اوکراین پرېږدي.

د بریتانیا دفاع وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کړي؛ چې د یاد هېواد چارواکو ویلي، چې که اوکراین پر روسیه برید وکړي، مسکو به له سختو بندیزونو سره مخ شي. همداشان بریتانیا د اوکراین دولت ته د ټانګ ضد راکېټونو په ګډون پوځي وسایل هم سپارلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ