دیو عکاس په ګډون پنځه بریتانیایان د طالبانو له بند خوشي شو

لخوا Aamaj News

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یو عکاس په ګډون د طالبانو له بند څخه د خپل پنځه اتباعو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په یوه بیانیه کې ویلی چې دغه کسان په افغانستان کې د بریتانیا د حکومت په کار کې کوم رول نه درلود او د حکومت د توصیې په خلاف یې سفر کړی و.

په دغه بیانیه کې په افغانستان کې د بریتانیایي اتباعو د نیول کېدو د وخت او ځای په اړه څه نه دی ویل شوی.

دا په داسي حال کې ده چې بریتانیا یوه ورځ ړاندې، د طالبانو سره د تعامل د اړتیا ویلی و او په افغانستان کې د تاوتریخوالي سره مخالفت کړی و چې د طالبانو له هرکلي سره مخ شوی و.

په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر، هوګو شورتز تېره ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سیاسي تغییراتو لپاره له تاوتریخوالي ملاتړ نه کوي.

نوموړی د طالبانو لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړوني ادعا ته پرته له اشارې، ویلی چې د سولي او ټکاو د ارتقا، افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو او د امنیت په اړه ګډو اندېښنو ته د رسیدګۍ لپاره، د طالبانو سره د تعامل هیڅ بدیل نه لري او دا هغه څه دی چې موږ یې سرته رسوو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ