بریتانیا او چین له افغان زلزله ځپلو سره مرسته کوي

لخوا Aamaj News

د بریتانیا اوچین بهرنیو چارو وزارتونو په جلا جلا اعلامیو کې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستي خبر ورکړی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، د چنګاښ ٤مه) د یوې اعلامیې په خپرولو په افغانستان کې د وروستیو زلزله ځپلو سره د دوه نیم میلیونه پونډ مرستي خبر ورکړی.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ٧.٥ ملیونو ډالرو معادل د ٥٠ ملیونه چیني یوان د مرستي خبر ورکړی.

دغه وزارت زیاته کړې چې په دغو مرستو کې خیمې، موقت سرپناه او خوراکي توکي شاملیږي.

دا په داسي حال کې ده چې د هیواد په سویل ختیځ کې د مرګوني زلزلې وروسته تر اوسه د هند، ایران، پاکستان او تایوان څلورو هیوادونو له افغان زلزله ځپلو سره مرستي کړيدي.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Wettin TV November 11, 2023 - 10:07 am

This is really interesting You re a very skilled blogger. I ve joined your feed and look forward to seeking more of your magnificent post.

ځواب
free horse racing tv November 18, 2023 - 11:18 am

Also I ve shared your site in my social networks!

ځواب

یو نظر پریږدئ